اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

په کاناډا کې ښځو او مدني فعالانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ

دید خبري آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت په کاناډا کې لسګونه مدني فعالانو او مېرمنو په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ.

د ښځو د حقونو شاوخوا ۱۰۰ فعالان او ملاتړي پرون ماسپښین د کاناډا په پارلمان هیل کې راغونډ شول چې د طا-لبانو له خوا پر افغان ښځو ظلم وغندي او دغه محدودیتونه د جنسیتي توپیر په توګه وپيژني.

دا پېښه پر افغانستان د طا-لبانو د واکمنۍ له دوهمې کلیزې څخه یوازې دوه ورځې مخکې وشوه.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له افغانستان څخه د دوه لسیزو اوږد پوځي ماموریت څخه ووتل چې پکې کاناډا هم ګډون درلود.

دا غونډه په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاناډایي ښځو (CW4WAfghan) لخوا رهبري شوې وه، یوه غیر انتفاعي موسسه چې د افغان میرمنو د بشري حقونو د ښه کولو لپاره وقف شوې وه.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته یوه تن وویل: په تیرو دوو کلونو کې هره ورځ د ښځو د آزادۍ او د هغوی د حقونو د درناوي په وړاندې نوي بندیزونه، نوي فرمانونه وینو. نن موږ غواړو هغه یاد کړو او نړیوالې ټولنې او د کاناډا حکومت ته ووایو چې په افغانستان کې څه تیریږي.

بايد يادونه وشي، چې له افغانستان څخه د لوېديځو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې له پامه وغورځول شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا