بريتانيا: پناه غوښتونکي بايد په کشتی کې ژوند وکړي که نه د حکومت ملاتړ به پرې کيږي
دید خبري اژانس: د برتانیې د مهاجرت وزیر ویلي دي چې پناه غوښتونکي باید یا په کښتیو کې ژوند وکړي یا د حکومت له مرستې پرته کورونه برابر کړي.
د برتانیا د مهاجرت وزیر خبرداری ورکړی چې هغه پناه غوښتونکي چې په یوه فلیټ بستره کښتۍ (بارج) کې ژوند کولو څخه انکار کوي چې د دوی لپاره ځانګړي شوي د حکومت لخوا د دوی محافظت به واخیستل شي.
په همدې حال کې دغه استوګنځي ته د پناه غوښتونکو د لېږد پر وړاندې قانوني ننګونې لا هم روانې دي.
پرون (چهارشنبه د اسد ۱۸مه) د برتانیې د مهاجرت وزیر رابرټ جینریک د «بي بي سي راډیو ۴» په خپرونه کې اعلان وکړ چې هغه کسان چې په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کوي او ټاکل شوي استوګنځایونو ته له تګ څخه ډډه کوي لکه بارګونه ښايي له دولتي خدماتو او ملاتړ بې برخې شي.
د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله د دوشنبې په ورځ د انګلستان په سویل لویدیځ پورټلینډ کې د بیبی سټاکهولم کښتۍ ته ولیږدول شوه.
له دې اقدام سره یو شمېر وکیلانو دغې کښتۍ ته د زیاتو کسانو د لېږدولو د مخنیوي لپاره مظاهرې وکړې.
دوی په دې باور دي چې دغه ۲۲۰ بستره لرونکې کښتۍ د ټپي شویو پناه غوښتونکو له پاره خوندي او مناسبه نه ده.
خو جنریک رسنیو ته وویل: که تاسو وړاندیز شوی استوګنځی لکه د بارج فلوټ ونه منئ، موږ ممکن ستاسو د پناه غوښتنې ملاتړ هم لیرې کړو او هغه کس به بالاخره خپل لګښتونه په غاړه واخلي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې د بريتانيا حکومت د پناه غوښتونکو د سرپناه او د لومړنيو اړتياوو د برابرولو په برخه کې خپل قانوني مکلفيتونه پوره کوي او زياته يې کړه چې خلکو ته په هوټلونو او اړوندو ځايونو کې د اوسېدو لپاره د انتخاب مينو حق نه ورکول کېږي.
په همدې حال کې د افغانستان او اوکرايني مهاجرو يو زيات شمېر ځايي افغان همکاران او زيانمن شوي کسان لا هم په ټپه ولاړ دي او انګلستان ته د ننوتلو په انتظار دي.