قزاقستان: له اقتصادي همکاریو سره سره د طا-لبانو په اړه زموږ دریځ نه دی بدل شوی
ډید خبري اژانس: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو سربېره د دغه هېواد لپاره د یوه ممنوع حرکت په توګه د طا-لبانو دریځ نه دی بدل شوی.
د انټرفاکس د راپور له مخې، د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبیک صمدیاروف ویلي، چې آستانه په دې هېواد کې د یوه منع شوي غورځنګ په توګه د طا-لبانو د دریځ د بدلولو اراده نه لري.
د دغه وزارت وياند وويل: له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو په دوام سره به په قزاقستان کې د يوې منع شوې ډلې په توګه د طا-لبانو د غورځنګ دريځ بدل نه شي.
طا-لبان په رسمي توګه په قزاقستان کې یو تروریستي غورځنګ ګڼل کیږي، که څه هم آستانه په افغانستان کې له طا-لبانو سره رسمي اړیکې لري.
د قزاقستان چارواکو دا هم ویلي چې په قزاقستان کې د سوداګرۍ په غونډه کې د ۱۵۰ افغان چارواکو او سوداګرو له ډلې څخه یو هم تر نړیوالو بندیزونو لاندې نه دی راغلی.
د يادونې ده، چې قزاقستان په دې وروستيو کې د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د ٢٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي دي.