اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهنړۍ

ګوتریش: ښځې او نجونې په هر ځای کې د باعزته ژوند مستحق دي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، د نړۍ په هر ګوټ کې ښځې او نجونې د عزت او درناوي د ژوند کولو مستحق دي.

انتونیو ګوترش نن دوشنبه (د اسد ۹مه) په یوه ټویټ کې لیکلي: «موږ به هېڅکله د دې لپاره چې د دوی اساسي بشري حقونه (ښځې او نجونې) په هرځای کې درناوی وشي، له جګړې لاس وانخلو».

د ملګرو ملتونو سرمنشي د کوم هیواد له نوم اخیستو پرته ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هره برخه کې درناوی وشي.

اوس مهال افغانستان یوازینی هیواد دی چې ښځې او نجونې پکې له زده کړو بې برخې دي.

دغه راز په دغه هېواد کې د ښځو کار هم منع دی او د ملګرو ملتونو د دفترونو کارکوونکي هم په کورونو کې پاتې دي.

د دې پر بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت ماموریت (یوناما) د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د دفاع په برخه کې له نیوکو سره مخ دی.

د ښځو د حقونو فعالانو یو ځل هم د یوناما د تړلو غوښتنه کړې وه او د دوی په وینا د دغه دفتر فعالیتونه اغېزمن نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا