اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په دوو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شو

دید خبری آژانس: په کابل او ميدان وردګو ولايتونو کې د وروستيو سيلابونو د تلفاتو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

په دې وروستيو کې د کابل او ميدان وردګو ځينې سيمې د سختو سيلابونو شاهدې وې.

په میدان وردګو کې د طا-لبانو د والي دفتر پرون اعلان وکړ، چې یوازې په دغه ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې د سیلابونو له امله ۱۰ تنه مړه، ۲۰ تنه ټپیان او ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د طا-لبانو د پېښو په اړه د حکومت د چارو وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سرطان میاشتې له ۲۹مې او د اسد میاشتې تر لومړۍ نېټې د راوتلو سېلابونو له امله ۳۱ تنه وژل شوي، ۴۱ تنه لادرکه دي او ۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د يادونې ده، چې تر اوسه خپلواکو سرچينو د دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا