اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستګزارش

د شهید بلخي تلین؛

علامه بلخي د یووالي او مبارزې سمبول و/ نننۍ ټولنه د بلخي په څېر شخصیت ته اړتیا لري

رسول شهزاد – کابل

دید خبری آژانس: یو شمیر هیوادوالو د سید اسماعیل بلخی د شهادت د ۵۵ تلین د نمانځلو په مراسمو کی وویل چی بلخی د یووالی او ولاړی سمبول وو او ځوان نسل باید د بلخی مکتب مثال تعقیب کړی.

د کابل ښار یو شمېر علماوو او مخورو د سرطان ۱۷-۲۴ د علامه شهید سید اسماعیل بلخي د تلپاتې افکارو د درناوي د اوونۍ په نوم ونوموله.

حاجي ولي حیدري شیرزاد چې د دې پروګرام یو تن تنظیمونکی دی وايي، علامه شهید سید اسماعیل بلخي د افغانستان د اسلامي تحریک مشر و.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه چې سید اسماعیل بلخي په ۱۲۹۹ هجري لمریز کال کې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې زیږیدلی او پلار یې د سیمې له عالمانو څخه و، لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې کړي او وروسته د لا زیاتو علمونو د ترلاسه کولو لپاره ایران ته ولاړ.

هغه زیاته کړه، بلخي د اسلامي ټولنو د بیدارولو لپاره سوریې، ایران، لبنان او نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او د خلکو له خوا یې تود هرکلی شوی دی.

د شېرزاد په وینا، سید اسماعیل بلخي د ارشاد ګوند د جنګیالیو، پوهانو او علماوو په همکارۍ تاسیس کړ، چې موخه یې د ظالمو حکومتونو نیوکه وه، پخواني استبدادي رژیم د ارشاد ګوند غړي ونیول او بلخي یې د ۱۵ کلونو څخه زیات په تور زندان کې واچاوه.

هغه زياته کړه، چې بلخي له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېلابېلو ولايتونو ته د ټولنې د پوهاوي په موخه سفرونه کړي او له ايراني او عراقي علماوو سره يې په خبرو کې له هغوى څخه د ظلم پر وړاندې د مبارزې ملاتړ کړى دى.

له بلې خوا د دغو مراسمو يو تن تنظيموونکي عبدالرووف هدايت دید خبري اژانس ته وويل چې علامه شهيد سيد اسماعيل بلخي د يووالي او ټينګښت سمبول و او موږ بايد په اوسنيو شرايطو کې د شهيد بلخي له سترو افکارو زده کړه وکړو .

ښاغلي هدایت همدا راز وویل، چې د سید اسماعیل بلخي موخه د اسلامي ټولنو بیدارول وو او غوښتل یې چې ټول اسلامي هیوادونه د استبداد پر وړاندې ودریږي او خپلواک هیوادونه او اسلامي حکومتونه ولري.

د هدایت په وینا، هغه په ​​داسې زمانه کې ژوند کاوه چې ظلم اوج ته رسېدلی و او هر هغه څوک چې د ازادۍ او عدالت غږ یې کاوه د دهمزنګ په زندان کې به زنداني کېده، بلخي ۱۵ کاله په بند کې و، خو هېڅکله یې د عدالت غوښتنې او دریځ ته مخه نه کړه.

هغه وويل، د دې مراسمو له ترسره کېدو يې موخه د شهيد سيد اسماعيل بلخي له افکارو او مکتب څخه اوسني نسل ته ورپېژندل دي، څو په راتلونکي کې هم د بلخي تلپاتې افکارو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې شاعرانو، استادانو، تلاوت کوونکو، پوهانو او مخورو برخه اخيستې وه، دغه مراسم د ګلزار شهدا د آزادۍ سقاخانې د حمد، نعت او قرائت د مجلس د اداري پلاوي له خوا جوړ شوي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا