Uncategorizedاسلایدشوسیاسينړۍ

قرغزستان: موږ یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړو

دید خبری آژانس: قرغزستان په بشکیک کې د نړیوالو سازمان شویو جنایتونو سره د مبارزې لپاره د یوې ادارې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) په سرمشریزه کې، د قرغزستان ولسمشر، صدر جباروف، غړو هیوادونو ته وړاندیز وکړ چې بشکیک دې د نړیوالو سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په مرکز بدل شي.

د قرغزستان ولسمشر ویلي: د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۴مه د دې مسئلې په اړه د قرغزستان په چولپون اتا ښار کې مشورتي ناسته وشوه، چې د قرغزستان لوري د وړاندیز شوي مرکز د جوړښت په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د هغه په ​​وينا، د دغه مرکز جوړېدل د سيمه ييز امنيت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، افراطيت، د نشه يي توکو د قاچاق او د نړيوالو سازمان شويو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره د پام وړ هڅونه رامنځته کوي.

هغه د نړيوال امنيت مسئلې ته په اشارې سره د افغانستان حالاتو ته د جدي پاملرنې او د دغه هېواد د حالاتو د خرابېدو اجازه نه ورکولو باندې تاکيد وکړ.

د قرغزستان لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت د تضمین لپاره یو له شرطونو څخه دی. جباروف زیاته کړه: قرغزستان د ښو ګاونډیو اړیکو پراختیا ته چمتو دی او له یوه سوله ییز او باثباته افغانستان سره لېوالتیا لري.

Back to top button