اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستنړۍ

د هستوګنې نشتوالی او د هغو افغانانو لپاره چې په بریتانیا کې یې پناه اخیستې د بې کوره کیدو خطر

ډید خبري اژانس: هغه افغانان چې د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته بریتانیا ته تښتېدلي د بې کوره کېدو له خطر سره مخ دي.

د سیمه ییزو حکومتونو ټولنې خبرداری ورکړی چې په برتانیا کې د استوګنې د سخت بحران له امله په دغه هېواد کې مېشت افغانان د بې کوره کېدو له خطر سره مخ دي.

د سیمه ییزو حکومتونو ټولنه اندیښمنه ده چې کورنۍ د «سخت» کمښت او اوږد انتظار لیست له امله لنډمهاله استوګنځي ته اړ ایستل کیږي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۸۰۰۰ افغانانو او کورنیو ته – چې په ۵۹ هوټلونو کې په موقتي توګه ځای پر ځای شوي – ویلي دي چې د اګست تر پایه له هوټلونو ووځي او خپل استوګنځي ومومي.

په دغه هېواد کې ښاري ټولنې له کډوالو سره د مرستې او د کډوالو د راستنولو په برخه کې خپل وياړلي تاريخ ته په اشارې سره وويل چې حکومت ورځ په ورځ پر دوى فشارونه زياتوي.

اتحادیې د «شوراګانو سره د ښه ښکیلتیا» غوښتنه وکړه او د کورنیو چارو وزارت څخه یې وغوښتل چې «سیمه ایز اندیښنو او اغیزو ته سم حساب ورکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې په سلګونو ځايي برتانوي همکاران په ګاونډيو هېوادونو کې په بد حالت کې ژوند کوي او په تېرو درېيو مياشتو کې يوازې دوه تنه له پاکستان څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا