اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال له روسیې او چین سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د شانګهای د همکاریو سازمان د کنوانسیون د تطبیق په اړه په کنفرانس کې چې تیره ورځ د روسیې او چین د پلاوي په مشرۍ جوړه شوې وه، وویل چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی دی.

ورنکوف وویل: «دا پیښه خورا دقیقه ده، په ځانګړې توګه د هغو پایلو په پام کې نیولو سره چې د طا-لبانو په اړه د تحليلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ډلې د ۱۴م راپور د یوې برخې په توګه ترسره شوي».

هغه زیاته کړه: دغه سند نسبتاً ژور او معلوماتی دی؛ دا په مؤثره توګه ښیي چې افغانستان یو ځل بیا په تدریجي ډول د تروریزم د خپریدو په یو مهم او یا حتی تر ټولو مهم مرکز بدلیږي. د ټولو ژمنو او قوي څرګندونو سره سره، واقعیتونه بل ډول ثابتوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي یادونه کړې چې د [افغانستان] اوسني حکومتي چارواکي د تروریستي ګواښ د مخنیوي توان نلري یا نه غواړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا