خبرنړۍ

د اپک سرمشریزه غونډه په چین کې پیل شوه

د دید خبري اژانس: د آسیا او آرام سمندر د اقتصادي همکاریو اپک (APEC) د مشرانو ۳۳مه غیر رسمي سرمشریزه نن چهارشنبه د غقرب ۲۷ مه د چین په شینزین ښار کې د غړو هیوادونو د مشرانو په حضور کې پیل شوه او د عقرب تر ۲۸مې به دوام وکړي.

دا غونډه د “د ګډې هوساینې لپاره د آسیا – آرام سمندر په سیمه کې د ټولنې رامینځته کول” او د سوداګرۍ پراخول، د نویو ټیکنالوژیو پراختیا، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا، د سوداګریزو خنډونو کمول او د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د مهمو موضوعاتو څخه دي.

د چين د ولسمشر شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ګډون د ۱۲ هیوادونو د اقتصاد مشران به د مهالوېش سره سم د APEC سوداګرۍ غونډې ته وينا وکړي. دغه راز د چين، روسيې او امريکا د مشرانو ترمنځ تاريخي غونډه د دغې غونډې يوه له مهمو پېښو څخه ګڼل کېږي.

چين په ۲۰۲۶ کال کې د اپک د سرمنشي په توګه د اقتصادي اړيکو پر پراختيا، نوښت او د سيمه ييزو اقتصادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

ټاکل شوې ده د غړو هیوادونو د مشرانو عمومي غونډه سبا جوړه شي او په پای کې به د سږني کال د لاسته راوړنو او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د راتلونکو پلانونو په اړه اعلامیه خپره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button