د دید خبري اژانس: د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټبال لوبډله به نن په یوه مهمه لوبه کې له اندونیزیا سره مخ شي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټبال لوبډله به نن (سه شنبه، د عقرب ۲۶) په خپله دریمه لوبه کې له اندونیزیا سره مخ شي.
دواړو لوبډلو تر دې دمه په بریالیتوب سره فعالیت کړی او د دوو پرله پسې بریاوو سره یې شپږ نمرې ترلاسه کړې دي.
دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړې اهمیت لري ځکه چې په دې کې بریا کولی شي په A ګروپ کې د لومړي مقام مقام پیاوړی کړي او د ۲۰۲۷ کال د آسیایي جام وروستي پړاو ته د دوی د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.