د دید خبري اژانس: د افغانستان چارواکو او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو (FICCI) استازو په یوه غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د ترانزیټ او ترانسپورټي لارو د ښه کولو په اړه بحث وکړ.

دا غونډه د هند د ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF ۲۰۲۶) په څنډه کې ترسره شوه او پکې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد، په هند کې د افغانستان سفیر نور احمد نور، د وزارت د صادراتو د څانګې مشر شهاب لیوال او د خصوصي سکتور او سوداګریزو اتحادیو یو شمیر استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې، دواړو خواوو د سوداګریزو توکو د لیږد په اسانتیا، د افغان وارداتو او صادراتو لپاره د هند د بندرونو د کارولو په زیاتولو، د بدیل ترانزیټ لارو په سپړلو او د ترانسپورټي لګښتونو په کمولو ټینګار وکړ.
افغانستان ته د هندي درملو د صادراتو اسانتیا، د کیفیت معیارونو ډاډمن کول، د درملو شرکتونو ترمنځ د مستقیمو تړونونو رامینځته کول، د بانکدارۍ او پیسو لیږد ستونزې، د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د صادرولو پروسې ګړندۍ کول، او ګمرکي همکاري د بحث نورې موضوعګانې وې.
ګډونوالو د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فدراسیون، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، او د خصوصي سکتور د ګډون د زیاتوالي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د پراختیا لپاره د اداري همکارۍ په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.