د دید خبري اژانس: افغانستان او روسیې فدراسیون د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۰۳ ملیون ډالرو په ارزښت د ۱۵ اقتصادي همکاریو یادداشتونه لاسلیک کړل چې د دواړو هیوادونو د لومړي وزیرانو د مرستیالانو په شتون کې ترسره شول.

دا یادداشتونه د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په شتون کې لاسلیک شول.
د دې تړونونو پر بنسټ، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه همکاري به افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او غوړیو واردولو او روسیې ته د تازه میوو، په ځانګړې توګه د انارو صادرولو په برخو کې پراخه شي.
د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو تبادلې زیاتول هم د دې یادداشتونو د نورو برخو په توګه اعلان شوي دي.