د دید خبري اژانس: د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د روسیې د لوړ پوړي پلاوي هرکلی وکړ، چې کابل ته راغلی دی.

د لومړي وزیر مرستیال د روسیې له پلاوي سره په یوه کتنه کې وویل چې افغانستان، د خپل مهم جغرافیایي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینو او ۲۴ میلیونه کاري ځواکمن بشري سرچینو سره، د اقتصادي ودې، پانګونې جذبولو او ګډې همکارۍ پراخولو لپاره پراخه ظرفیت لري.