د دید خبري اژانس: د هرات ولایت د زنده جان روغتیايي مرکز د جاپان حکومت په ملاتړ او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) او د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په همکارۍ ترمیم او سمبال شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د راپور له مخې، د مرکز اصلي ودانۍ د بیارغونې دمخه د ۲۰۲۳ کال د زلزلې وروسته سخته زیانمنه شوې وه او د څښاک اوبو، معیاري تشنابونو او د ناروغانو د انتظار لپاره د کافي ځای له کمښت سره مخ وه.
د دې پروژې د یوې برخې په توګه، چې په ۲۰۲۶ کال کې پلي شوه، د مرکز اصلي ودانۍ بیارغول شوې، د اوبو رسولو سیسټم او روغتیا ساتنې اسانتیاوې ښه سوې، او د ناروغانو او د هغوی د ملګرو لپاره یوه نوې انتظار خونه جوړه شوه.
ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي چې دا مرکز اوس د زنده جان او شاوخوا کلیو له ۳۰،۰۰۰ څخه زیاتو اوسیدونکو ته د عامې روغتیا خدمات وړاندې کوي، او هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ څخه تر ۲۸۰ پورې ناروغان ورته مراجعه کوي.
د مرکز چارواکي وايي چې د تاسیساتو بیارغونې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو شرایط ښه کړي او د سیمې اوسیدونکو ته یې د روغتیایی خدماتو ته لاسرسی اسانه کړی دی.