یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه ۱۲ سلنې ته لوړه شوې ده
د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال په دریمه ربع کې په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه ۱۲ سلنې ته رسیدلې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال په دریمه ربع کې په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه ۱۲ سلنې ته رسیدلې ده، چې د تیرې درې میاشتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.
د سازمان د راپور له مخې، په تیرو درېیو میاشتو کې د ماشومانو په منځ کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه ۹.۳ سلنه وه، چې اوس زیاته شوې ده.
یونیسف زیاته کړه چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت جدي کچې ته رسیدلی، او شاوخوا ۴۶ سلنه سروې شوي ماشومان د خوړو له متوسط یا شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.
سازمان د معالجوي خوړو په رسولو کې د خنډونو او د روغتیا خدماتو لپاره د ماشومانو د اړتیا د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی دی.