د دید خبري اژانس: د منځنۍ آسیا د څلورو هیوادونو استازو د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې په یوه سیمه ییزه غونډه کې له افغان حکومت سره د اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په چارو کې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د ځانګړي استازي د تماس ډلې دویمه غونډه د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې جوړه شوه.
په دې کتنه کې ګډونوالو د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت وارزاوه او د سوداګرۍ، ترانسپورټ، ترانزیټ، لوجستیکي او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.
دغه راز په دې کتنه کې له پولې پورې غاړې د جرمونو، تروريزم، افراطيت او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
د ګډون کوونکو هیوادونو استازو د منځنۍ آسيا له هیوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په هدف د سيمه ييزې همغږۍ پر دوام او د ګډو پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.
د غونډې په پای کې برخه والو هیوادونو په افغانستان کې د څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا او سلا مشورو ته دوام ورکړ.