د دید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل اعلان وکړ چې د دوحې پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو دوه ورځنۍ غونډه نن (پنجشنبه، د عقرب ۱۴مه) د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوه.

د تکل په وینا، د ملګرو ملتونو او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو کنفرانسونو د څانګې مشر سید محی الدین سادات په مشرۍ د اړوندو دولتي څانګو یو پلاوی په دې غونډه کې ګډون کوي.
د یوناما، نړیوالو سازمانونو، د دوحې پروسې د غړو هیوادونو استازو، په ګډون د کوربه هیواد ازبکستان، د خصوصي سکتور استازو او متخصصینو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې ده.
د راپور له مخې، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو معیارونه، د تصدیق پروسه او د صادراتو لپاره چمتووالی، بدیل معیشت او جامع اقتصادي وده په دې غونډه کې د بحث اصلي موضوعات دي.
تمه کیږي چې ګډونوال به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي او عملي همکارۍ حل لارو په اړه هم نظرونه تبادله کړي.
غونډه به د نومبر تر پنځمې پورې دوام وکړي.