افغانستانخبر

متقي د محصلین د ډيپلوماتيکو مهارتونو په پياوړتيا ټينګار وکړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د وزارت د ډيپلوماسۍ انسټيټيوټ د اوومه دوره د محصلین د مسلکي او ډيپلوماتيکو مهارتونو په پياوړتيا ټينګار وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وويل چې متقي د بهرني سياست د اصولو، د ملي ګټو د ساتنې او د ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ سره د افغانستان د اړيکو د پراخولو په اړه وينا وکړه چې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه وه.

هغه د ډيپلوماتانو مسلکي او اخلاقي ځانګړتياوې هم تشريح کړې او له محصلینو وغوښتل چې د دوامداره زده کړې، مطالعې او د خپلو مسلکي وړتياوو د ښه کولو له لارې خپلې ډيپلوماتيکې وړتياوې پياوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button