افغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

لاوروف: د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د ننګونو د حل تمرکز ولري

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو مشورتي بڼه د افغانستان په اړه د اجماع د جوړولو لپاره ترټولو مهمه سیمه ایزه پلیټ فارم وګڼله او د هیواد د امنیت او سیاسي ننګونو د حل لپاره یې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د عقرب په ۱۲ نیټه، لاوروف په بیلاروس کې د اوراسیا د امنیت په اړه د څلورم مینسک نړیوال کنفرانس کې وویل چې د مسکو اتمه فورمټ غونډه تیره میاشت په مسکو کې د لوړ پوړي افغان پلاوي په ګډون ترسره شوه.

هغه ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د افغان مسلو په حل کې مخکښ رول ولوبوي او سیمه ییزه همکاري او خبرې اترې د بهرنیو ځواکونو د رول له لارې نشي بدلیدلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په اوراسیا کې د متقابل درناوي، حاکمیت مساوات او د ټولو هیوادونو د امنیت ډاډمن کولو پر بنسټ د اوراسیا جامع امنیتي جوړښت د جوړولو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button