د دید خبري اژانس: د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي د څه باندې ۵۷ ټنه خوراکي توکو، درملو، روغتیايي محصولاتو او غیر قانوني، قاچاقي، بې کیفیته د له منځه وړلو خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتيا رييس مولوي محمد طالب شاهد وويل، چې دغه توکي د څارنې او تفتيش د ټيمونو له خوا په تېرو درېيو مياشتو کې د قانوني اجازې د نشتوالي، قاچاق، ټيټ کيفيت، جعلکارۍ او د تېرېدو د نېټې د نه شتون له امله راټول شوي وو.
هغه زياته کړه: د دغو توکو د ليرې کولو پروسه د اړوندو ادارو د استازو په شتون سره ترسره شوه او موخه يې په بازار کې د زيانمنو توکو د عرضې مخنيوى او د خلکو د روغتيا ساتنه ده.
د هرات د عامې روغتيا رييس د روغتيايي او خوراکي توکو د مرکزونو له مسوولينو وغوښتل چې روغتيايي معيارونه او قانوني اصول مراعات کړي او د غير قانوني او زوړ توکو له پلور څخه ډډه وکړي.