افغانستانخبرسپورتنړۍ

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې دوهمه بریا تعقیبوي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن پنجشنبه، د اکتوبر ۲۹ (د عقرب ۷) د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره مخ شي.

دا لوبه به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شي.

د لړۍ په لومړۍ لوبه کې، چې د سې شنبې په ورځ ترسره شوه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په لړۍ کې یې ۱-۰ مخکښي ترلاسه کړه.

په تېره لوبه کې، ایجاز احمدزي ۵۲ منډې او شاهدالله کمال ۴۶ منډې وکړې، چې د افغانستان د ۱۷۷ منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. راشد خان هم د ۳۰ منډو په وهلو او دوه ویکټو په اخیستلو سره غوره فعالیت وښود او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د توپ اچونې په برخه کې، فضل الحق فاروقي د دریو ویکټو په اخیستلو سره د افغانستان لپاره غوره فعالیت ثبت کړ. د افغانستان توپ اچوونکو بیا زمبابوې په ۱۴۰ منډو وسوځوله.

افغانستان به هڅه وکړي چې د نن ورځې په لوبه کې د دوهمې پرله پسې بریا سره په لړۍ کې خپله مخکښه پیاوړې کړي. د دواړو ټیمونو ترمنځ دریمه او وروستۍ لوبه د نومبر په لومړۍ نیټه ټاکل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button