افغانستانخبر

په تېره میاشت کې؛ د هیواد د ریل پټلۍ له لارې له ۸۲۸ زره ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي

د دید خبري اژانس: د میزان په میاشت کې، د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۸۲۸ زره ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي چې د روان کال د میزان په میاشت کې، په ټولیزه توګه ۸۲۸ زره او ۹۶۸ میټریک ټنه توکي د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې وارد او صادر شوي دي.

د وزارت د احصایو پر بنسټ، د حیرتان بندر په دې برخه کې د ۵۳۶ زره او ۴۳۰ ټنو توکو د لیږد سره ترټولو لویه ونډه درلوده. له هغې وروسته، د خواف-هرات لاره، د تورغنډۍ بندر او د آقینې بندر په راتلونکو کتارونو کې دي.

همدارنګه، د میزان په میاشت کې، ۱ زره او ۸۵۳ ټنه توکي، چې ګاز لرونکي مشروبات، معدنيات او وچې میوې پکې شاملې دي، د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې بهر ته صادر شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button