د دید خبري اژانس: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د ډیجیټل اسنادو مدیریت سیسټم (DLMS) پلي کولو پروسه پیل شوې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان وکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د ډیجیټل اسنادو مدیریت سیسټم (DLMS) پلي کولو پروسه پیل شوې ده.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې سیسټم کارول کولی شي د اداري چارو د اداره کولو پروسه ګړندۍ کړي، روڼتیا زیاته کړي او د رسمي اسنادو لپاره غوره محافظت چمتو کړي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د اسنادو د جعل مخنیوی او د رسمي اسنادو د مدیریت پروسې ښه کول هم د دې سیسټم د پلي کولو له اصلي اهدافو څخه دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو ویلي چې دا سیسټم به په تدریجي ډول د امارتي په څانګو کې پلي شي او د هغې د اغیزمنې کارونې لپاره تخنیکي ملاتړ به دوام ومومي.