امنیت او حوادثخبرنړۍ

په ایټالیا کې د ګرانیو ضد لاریونونو کې ۳۷۰ کسان نیول شوي

د دید خبري اژانس: د ایټالیا پولیسو تر دې دمه د هیواد په مختلفو ښارونو کې د ګرانیو ضد لاریونونو په ترڅ کې لږترلږه ۳۷۰ لاریون کونکي نیولي دي. د نیول شویو کسانو په منځ کې ۱۱۰ تنه تر قانوني عمر تیټ او ۶۹ تنه بهرني اتباع دي.

دا لاریونونه د روم، تورینو، میلان، فلورانس او ​​بولونیا او څو نورو سیمو کې ترسره شوي. په یو شمیر ښارونو کې د پولیسو او لاریون کونکو ترمنځ نښتې شوي دي.

د بیو لوړیدل، انفلاسیون، د ژوند د لګښتونو لوړیدل او د حکومت پالیسیو د ایټالیا په مختلفو ښارونو کې په زرګونو لاریون کونکي سړکونو ته راووتل.

دا لاریونونه په ورته وخت کې ترسره شوي چې په اروپا کې د ټولنیزې نارضایتۍ څپې خپرې شوې دي. د شنه براعظم مختلف هیوادونه، په ځانګړي توګه فرانسه، په تیره اونۍ کې د پراخو لاریونونو ډګر وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button