افغانستانخبرسیمه

حمدالله فطرت: د پاکستان ناامني د افغانستان لپاره ګټوره نه ده

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان په ناامنۍ کې د دې ډلې د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده.

فطرت ټینګار وکړ چې افغانستان نه په پاکستان کې د ناامنۍ د رامینځته کولو هڅه کوي او نه هم د دې لپاره اړینې سرچینې لري.

هغه په ​​پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې د افغانستان د تور لګولو پرځای د خپل هیواد د امنیت د تامین مسؤلیت ومني او د پاکستان دننه د ناامنۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button