د دید خبري اژانس: د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف، د روسیې، امریکا او چین د ولسمشرانو د احتمالي غونډې نړیوال اهمیت ته په اشارې سره وویل چې دا غونډه به پراخه نړیواله پاملرنه ترلاسه کړي.

د ولادیمیر پوتین، ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د نیټې په اړه تر اوسه کوم مشخص تړون نه دی شوی، مګر پسکوف تایید کړه چې د غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې روانې دي.
د راپورونو له مخې، پوتین وړاندیز کړی چې دا غونډه په چین کې د آسیا-اقیانوسیه اقتصادي همکارۍ (APEC) سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
له بلې خوا، د کرملین ویاند اعلان وکړ چې متحده ایالاتو ته د روسیې د ډیزل سونګ توکو اکمالات پیل شوي او د موافقې پر بنسټ به دوام ومومي.