افغانستانبشري حقونهخبر

یوناما: د افغانانو وړتیا د ننګونو څخه ډیره ده

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رباب فاطمې، له کابل څخه په خپل لومړي رسمي پیغام کې ټینګار وکړ چې د افغانانو وړتیا، هیلې او استعدادونه د هغو ننګونو څخه ډیر دي چې هیواد ورسره مخ دی.

نن، د شنبې په ورځ، د عقرب دوهمه، د ملګرو ملتونو د ورځې او د سازمان د تاسیس د ۸۱ کلیزې په مناسبت، هغې د افغانستان د خلکو لپاره د دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

د یوناما مشرې وویل چې دا اداره به د انساني وقار ساتلو، د غوره فرصتونو چمتو کولو او د ټولو افغان اتباعو د ژوند ښه کولو لپاره کار ته دوام ورکړي.

رباب فاطمې زیاته کړه چې هغې په افغانستان کې خپل مسؤلیتونه د هیواد د خلکو او کلتور لپاره په ژور درناوي سره منلي او د خلکو خبرو ته غوږ نیولو او ورسره د ښکیلتیا لپاره ژمنه ده.

هغې ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به د “ژمن ملګري” په توګه د افغانانو تر څنګ ولاړ وي ترڅو دوی وکولی شي خپل راتلونکی جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button