افغانستانخبرخواړهماشومان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه څخه زیات خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي

د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه څخه زیات خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي او د بشري مرستو له کمښت سره په هیواد کې د لوږې او خوارځواکۍ خطر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه څخه زیات خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي او شاوخوا پنځه میلیونه خلک به د لوږې په بیړني حالت کې وي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د خوړو بحران د نړیوالو مرستو د کمښت او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي سرچینو د نشتوالي له امله لا پسې زیات شوی دی.

دوجاریک زیاته کړه چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او ۱.۳ میلیونه میندې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د هیواد نږدې دریمه برخه روغتیايي مرکزونه، په شمول د ۸۱۵ خوارځواکۍ درملنې مرکزونه، د مالي ستونزو له امله تړل شوي دي.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي دي چې د نړیوال خوراکي پروګرام د خوړو مرستې ځینې برخې د تمویل د نشتوالي له امله ځنډول شوي دي، دا یوه داسې مسله ده چې کولی شي د ملیونونو خلکو د خوړو وضعیت خراب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button