د دید خبري اژانس: ترکمنستان اعلان کړی چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (ټاپي) ګازو پایپ لاین د افغانستان برخې له لارې د طبیعي ګازو لیږد به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.

د ترکمنستان د دولتي شرکت مشر مقصود بابایف په عشق آباد کې د “ترکمنستان د تیلو او ګازو” په ۳۱م نړیوال کنفرانس او نندارتون کې وویل چې د سرحدآباد څخه تر هرات پورې د برخې جوړول روان دي او د پلان سره سم پرمخ ځي.
د هغه په وینا، د ټاپي پایپ لاین د ۳۳ ملیارد متر مکعب کلنۍ ګازو لیږد ظرفیت لري او کولی شي د اقتصادي همکارۍ پراخولو او د سیمه ایزو اړیکو پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.
همدارنګه، د ترکمن دولتي شرکت او افغان ګاز شرکت هرات ولایت ته د ګازو رسولو په برخه کې د همکارۍ لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی دی.
د ټاپي پروژې د پراختیا سربیره، ترکمنستان د ګالکینیش ګازو ساحې پراختیا او د ګازو صادراتو لارو تنوع ته هم لومړیتوب ورکړی دی.