خبرنړۍ

د امریکا ملي پور په دوو میاشتو کې ۴۰۰ ملیارد ډالرو ته لوړ شو

د دید خبري اژانس: د امریکا ملي پور په تیرو دوو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ ملیارد ډالرو ته لوړ شو، چې شاوخوا ۴۰.۴ ټریلیون ډالرو ته ورسید.

د امریکا د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د اګست په ۱۹مه د لومړي ځل لپاره د هیواد پور له ۴۰ ټریلیون ډالرو څخه ډیر شو او له هغه وخت راهیسې شاوخوا یو سلنه زیات شوی دی.

د امریکایی کارپوهانو په وینا، د هیواد د ملي پور تناسب به په راتلونکې لسیزه کې د ناخالص تولید سره شاوخوا ۱۲۰ سلنې ته ورسیږي؛ پدې معنی چې د فدرالي حکومت پور به د ټول امریکا د اقتصاد د کلني تولید ارزښت څخه ډیر شي.

امریکا په کال کې نږدې ۹۷۰ ملیارد ډالر د خپلو پورونو د سود ورکولو لپاره مصرفوي؛ دا شمیره د هیواد د دفاعي لګښتونو څخه ډیره ده. دا لګښتونه له ۲۰۲۰ راهیسې درې چنده شوي دي.

د نړیوال اقتصاد لپاره د پټرسون انسټیټیوټ دا هم خبرداری ورکړی چې که چیرې د حکومت په لګښتونو یا مالیاتو کې اصلاحات پلي نشي، نو د امریکا ملي پور ممکن په راتلونکو شپږو کلونو کې ۵۰ ټریلیون ډالرو ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button