امنیت او حوادثخبرنړۍ

د یمن په جنوب کې د سعودي عربستان ۳ هوايي بریدونه

د دید خبري اژانس: په تعز ولایت کې د سعودي جنګي الوتکو د برید وروسته یو ملکي کس وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې یمني جنګیالي په تعز ولایت کې پرمختګ کوي، سعودي جنګي الوتکو د دغه ولایت په النشمه سیمه کې درې ځله بمباري وکړه.

د یمن رسمي خبري اژانس (سبا) راپور ورکړی چې د تعز ولایت په المعافر ښار کې د النشمه په سیمه کې د سعودي ځواکونو په هوايي بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او د یوې مور او دریو ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو اونیو کې، تعز ولایت د یمني وسله والو ځواکونو او د ریاض سره تړلو اجیرانو ترمنځ د نښتو اصلي مرکز ګرځیدلی، او سعودي جنګي الوتکې هره ورځ د دې ولایت مختلفې سیمې په نښه کوي.

په ورته وخت کې، د یمن د روغتیا وزارت د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د تعز ولایت په الکدحه ساحل کې د کب نیولو په کښتیو باندې د سعودي جنګي الوتکو د هوايي برید وروسته ۸ کب نیونکي شهیدان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button