د دید خبري اژانس: د ازبکستان چارواکو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازو په یوه غونډه کې افغانستان ته د درملو رسولو او په دې برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وکړ.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، دواړو خواوو د درملو د کیفیت د نړیوالو معیارونو سره د مطابقت، د افغانستان د درملو اړتیاوو د پوره کولو او د همکارۍ د قراردادونو د لاسلیک کولو په اړه بحث وکړ.
د یونیسف استازو د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د درمل جوړونې ښارګوټي څخه هم لیدنه وکړه.
دا لیدنه د درملو د تولید د ظرفیتونو سره د ځان آشنا کولو او په دې برخه کې د همکارۍ د ساحو د بیاکتنې په موخه ترسره شوه.
د درملو رسولو لپاره د ازبکستان چمتووالی کولی شي د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا او په افغانستان کې درملو ته د ښه لاسرسي لپاره لاره هواره کړي.