د دید خبري اژانس: د ایران د ترانسپورټ او ښار جوړونې وزیر په قزاقستان کې د افغانستان د ترانزیټ دهلیز په غونډه کې له هرات څخه تر د ازبکستان ترمذ پورې د اورګاډي کرښې د غځولو وړاندیز وکړ او د منځنۍ آسیا او چین د اورګاډي له شبکې سره یې د دغې لارې پر نښلولو ټینګار وکړ.

د ایران د ترانسپورټ او ښار جوړونې وزیرې فرزانه صادق وویل چې د دغه اورګاډي پټلۍ غځول کولای شي د سیمې د هیوادونو ترمنځ د مالونو د لیږد لپاره پراخه زمینه برابره کړي او آزادو اوبو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
نوموړي دغه راز د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیزه دهلیز د جوړولو د پلان ملاتړ وکړ او د چابهار بندر یې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان او منځنۍ آسیا د مالونو د لېږد یوه مهمه لار وبلله.
د ایران د ترانسپورټ د وزیر په وینا، د سیمې د اورګاډي پټلۍ د منځنۍ آسیا او چین له ترانسپورټي شبکې سره نښلول کولای شي د سیمې د هېوادونو ترانزیټي او سوداګریز ظرفیت لوړ کړي.
د افغانستان د ترانس افغان دهلیز غونډه د ایران، ازبکستان، پاکستان او قزاقستان د ترانسپورټ وزیرانو او د افغانستان د دولتي پلاوي په حضور کې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړه شوه.