افغانستانبشري حقونهخبر
په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د ملاتړ په موخه له سوداګرو او خیریه موسسو څخه د مرستې غوښتنه
د دید خبري اژانس: د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د اونۍ په مناسبت، د طالبانو لومړي وزیر د هیواد له اتباعو وغوښتل چې د مالي او غیر مالي مرستو په ورکولو سره د اړمنو او اغیزمنو خلکو ملاتړ وکړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت لومړي وزیر محمد حسن اخوند د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې، له سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او خیریه موسسو وغوښتل چې د اړمنو په ملاتړ کې همکاري وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د افغان سرې میاشتې ټولنې د بشري فعالیتونو ملاتړ د بسپنې، خیراتونو او مالي او غیر مالي مرستو له لارې وکړي.
د هغه په وینا، دا مرسته کولی شي د اړمنو، یتیمانو، کونډو، ناروغانو او د پیښو قربانیانو ته بشري خدماتو ته لاسرسی چمتو کړي.