د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره رباب فاطمه کابل ته راغلې او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ (د میزان ۲۶) اعلان وکړ چې فاطمه د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې د یوناما د مشرۍ مسؤلیت په غاړه اخیستی ده.
هغه یوه بنګله دېشي ډیپلوماته ده چې په عامه خدماتو او نړیوالې ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري او پخوا یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د لږ پرمختللو هیوادونو، وچې پورې تړلو پرمختللو هیوادونو او کوچنیو ټاپوګانو پرمختللو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د جولای په ۱۵مه د فاطمې د ټاکلو اعلان وکړ. هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخوانۍ ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ځای ناستی شوي.
د فاطمې د ماموریت پیل په داسې وخت کې کیږي چې افغانستان له سیاسي، بشر دوستانه او بشري حقونو ننګونو سره مخ دی.