بشري حقونهخبرماشوماننړۍ

ملګري ملتونه: جګړې او د اقلیم بدلون په ملیونونه ماشومان بې ځایه کړي دي

د دید خبري اژانس: د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۴۵ میلیونه ماشومان د جګړو، طبیعي پیښو او د اقلیم د بحران له امله بې ځایه شوي دي.

د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نجات معلا مجید، په ټوله نړۍ کې د نږدې ۴۵ میلیونه ماشومانو د بې ځایه کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

هغه وویل چې جګړې، طبیعي پیښې او د اقلیم بحران د ماشومانو د بې ځایه کیدو اصلي عوامل دي، او د دې وضعیت د حل لپاره پراخ نړیوال اقدامات اړین دي.

بې ځایه کیدل، د ماشومانو د زده کړې څخه محرومیت، د روغتیا خدماتو نشتوالی او د خوندي چاپیریال نشتوالي په څیر ستونزو سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي او بشري بحرانونو څخه د ماشومانو ساتنه باید د حکومتونو او نړیوالو ادارو لپاره لومړیتوب وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button