افغانستانخبرسپورتسیمه

افغانستان او روسیه د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سپورت ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د افغانستان د جوډو فدراسیون رییس ذبیح الله نظري د روسیې د جوډو فدراسیون له استازو سره ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو په افغانستان کې د جوډو د پراختیا، د ګډو لیګونو د جوړولو او په روسیه کې د افغان لوبغاړو لپاره د روزنې د فرصتونو د برابرولو په اړه بحث وکړ.

د روسیې د جوډو فدراسیون د رییس مشاور ناظیر ګالایف هم په افغانستان کې د دې سپورت د پراختیا لپاره وړاندیزونه وکړل او د هیواد په بیلابیلو ادارو کې یې د جوډو د پراختیا لپاره لیوالتیا څرګنده کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button