د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او مرکزي آسیا په اړه به یوه امنیتي غونډه سبا د جمعې په ورځ د میزان په ۲۴مه په مسکو کې ترسره شي.

په دې غونډه کې، د ګډ امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د مشترک المنافع هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان استازي، د روسیې او نړیوالو کارپوهانو سره یوځای به د سیمه ییزو امنیتي ننګونو، په افغانستان کې د همکارۍ فرصتونو، او د اوبو، انرژۍ او خوراکي خوندیتوب په اړه نظرونه تبادله کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د کنفرانس عمومي غونډې ته هم وینا وکړي.