افغانستانخبر

د کابل-کندهار پر لویه لاره خونړۍ پېښه؛ پنځه کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول

د دید خبري اژانس: سیمه ییزې سرچینې وايي چې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په اعظم کلا سیمه کې د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او ټریلر ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دا پېښه نن پنجشنبه، د میزان ۲۳مه، سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوه.

د پېښې دقیق لامل لا نه دی معلوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button