د دید خبري اژانس: په غور ولایت کې تاریخي جام منار ته څېرمه پیاده پل د ۹۶ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په لوړوالي سره د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې له بودجې څخه د څه باندې ۶۳ زره ډالرو په لګښت جوړ شو.

په غور ولایت کې تاریخي جام منار ته څېرمه پیاده پل د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) له بودجې څخه د ۶۳ زره ۲۳۷ ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه پل ٩٦ متره اوږدوالى او ٢٠ متره لوړوالى لري او د ځايي اوسېدونکو او سيلانيانو د تګ راتګ د اسانتيا په موخه جوړ شوى دى.
چارواکو ویلي دي چې دا پل د ټرانسپورټ د اسانتیا سربیره په بیړنیو حالاتو کې د جام د تاریخي منار په ساتنه کې هم مرسته کولای شي.
د جام تاریخي منار د افغانستان یو له مهمو تاریخي اثارو څخه شمیرل کیږي او ساتنه یې د هیواد د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره اړینه ده.