افغانستانخبرفایلونهنړۍکډوالي

د بشري حقونو څار فرانسه ته: د افغان کډوالو جبري اخراج د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي

د دید خبري اژانس: د بشري حقونو څار خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د جبري راستنیدو په اړه د طالبانو د حکومتي چارواکو سره د فرانسې تخنیکي خبرې اترې کولی شي د دوی ژوند او امنیت په جدي توګه له خطر سره مخ کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خبرو اترو هدف د هغو افغان اتباعو د شړلو اسانتیا برابرول دي چې قانوني استوګنه نلري او هغه کسان چې د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې جرمني هم د تیر کال راهیسې ۲۶۳ افغان اتباع شړلي دي.

د بشري حقونو څار ټینګار کړی چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسیدو راهیسې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه په جدي توګه محدود کړي دي. د هغو خلکو د توقیف او شکنجې راپورونه هم شتون لري چې په زوره افغانستان ته راستانه شوي دي.

سازمان، د جنسیت پر بنسټ او سیاسي ځورونې له لارې د بشري ضد جرمونو په تور د نړیوالې جنایي محکمې د طالبانو د مشر او د ډلې د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو د نیولو امرونو ته په اشارې سره، له فرانسې څخه غوښتنه کړې چې د افغانانو لپاره د هر ډول شړلو پروګرام ودروي.

د بشري حقونو د څار ادارې ټینګار کړی چې تر هغه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو خطر شتون ولري، هیڅ هیواد باید په زور سره افغان کډوال بیرته دې هیواد ته ونه لیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button