د دید خبري اژانس: د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې اعلان کړی چې په تیر کال کې په افغانستان کې په طبیعي پیښو کې ۶۷۹ کسان مړه شوي او ۱۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویلي چې په تیر کال کې په افغانستان کې طبیعي پیښو سلګونه کسان وژلي او پراخه زیانونه یې اړولي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د ناورین د خطر کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په دې موده کې ۶۷۹ کسان مړه شوي او ۱۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د ناورین د خطر کمولو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۳مه د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د طبیعي پیښو په وړاندې د ټولنو د چمتووالي د پیاوړتیا په هدف لمانځل کیږي.
افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د طبیعي پیښو سره مخ دي، په شمول د سیلابونو، زلزلو او وچکالۍ.