اسلایدشوخبرنړۍ

عربي ټولنه به نن د فلسطین د ساتنې په اړه بیړنۍ غونډه وکړي

د دید خبري اژانس: عربي ټولنه به نن سې شنبه (د میزان ۲۱مه) د خپلو دایمي استازو یوه بیړنۍ غونډه وکړي، چې موخه یې د فلسطینیانو لپاره د نړیوال خوندیتوب چمتو کولو او د بیت المقدس د قانوني حیثیت ملاتړ لپاره د حل لارو څېړل دي.

دا غونډه د فلسطین د حکومت په غوښتنه او د اسراییلي رژیم او میشت ځایونو لخوا د فلسطینیانو او د هغوی د ملکیتونو په وړاندې د بریدونو زیاتوالي وروسته ترسره کیږي.

په عربي ټولنه کې د فلسطین دایمي استازي وویل چې دا غونډه به د میشت ځایونو د جوړولو پراختیا، د فلسطینیانو بې ځایه کیدل او د ځینو هیوادونو لخوا بیت المقدس ته د خپلو سفارتونو د لیږدولو اقدام هم وڅیړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button