افغانستانخبرسیمه

د فراه سرحدي سړک بیارغونه د ایران په همکارۍ پیل شوي

د دید خبري اژانس: د فراه ولایت د ۷۸ مایل ټرانزیټي سړک د ۶۴ کیلومتره بیارغونې عملیات د ایران په همکارۍ پیل شوي دي. دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټ اسانتیا او د سوداګرۍ تبادلې پیاوړتیا په موخه دی.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس اعلان وکړ چې سړک د سوداګریزو لاریو د پراخ تګ راتګ له امله خراب شوی او بیارغونې ته اړتیا لري. دا سړک د ابو نصر فراهي ګمرک ته ځي او د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لاره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button