ډيډ خبري اژانس: طالب چارواکو په یوه اوونۍ کې له ایران څخه هېواد ته د څه باندې اوه زره کډوالو د ستنېدو اعلان کړی او وايي چې دغه بهیر یې ګړندی کړی دی.

باختراژانس خبر ورکړ چې په تيره اوونۍ کې ٧ زره او 612 تنه افغان مهاجرين له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل، چې د وري د مياشتې له اتمې څخه تر ١٤مې نېټې پورې ٧٦١٢ افغان کډوال د وريښمو له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې یوازې په تېر کال کې ۲۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.
په هرصورت، ایران او پاکستان د افغان مهاجرینو دوه ډیری آسان آدرسونه دي.