د دید خبري اژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر عباس علي آبادي نن (چهارشنبه، د میزان ۱۵مه) کابل ته راورسېد.

په کابل کې د ایران سفارت اعلان وکړ چې علي آبادي به د دې سفر په جریان کې له ځینو افغان چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.
د ایران د سفارت په وینا، د هیواد د انرژۍ وزیر به په کابل کې د امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.