د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې او د مسکو په اتم فرمټ غونډه کې د وروستۍ اعلامیې د خپرولو ناکامي یوه “ناخوښه” پیښه وبلله، خو ویې ویل چې دا مسله باید په “تراژیدي” بدله نشي.

په مسکو کې د ختیځ تیمور د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې، لاوروف وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو ریښه د وړاندوینې وړ وه. هغه د اوسنیو کړکیچونو اصلي لامل د داعش او د هغې پورې تړلو ډلو فعالیتونه ګڼلي، او ویلي یې دي چې دا ډلې په افغانستان او پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سیمې په جیوپولټیک مسلو کې د غیر سیمه ایزو هیوادونو د مداخلې د مخنیوي اړتیا باندې هم ټینګار وکړ، او د داعش جوړښت یې په عراق باندې د امریکا له برید سره وصل کړ. هغه دا هم ادعا وکړه چې په لیبیا کې د ناټو له مداخلې وروسته نوي ترهګرې ډلې رامینځته شوي دي.
لاوروف باور څرګند کړ چې طالبان او پاکستان دواړه غواړي اړیکې عادي کړي او روسیه هم د دې پروسې ملاتړ کوي.
تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و چې د مسکو اتمه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته ورسېده.