د دید خبري اژانس: د روسیې مرستیال لومړي وزیر الکسي اورچوک او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې او د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د امکاناتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په دې غونډه کې د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورټي دهلیز د پراختیا پلانونه هم وڅیړل شول.
د روسیې د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۵ ځله زیات شوی دی.
له غونډې وروسته، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو له لارې د متقابلو ګټو پروژو د پلي کولو او د دواړو هیوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره خبرې اترې دوام ورکړي.