افغانستانخبرنشه یي توکي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاک تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې د طالبانو لخوا د مخدره توکو په کښت او قاچاق بندیز وروسته په افغانستان کې د تریاک تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډی کرو د فارن پالیسي سره په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د تریاک تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

هغه دا کمښت د طالبانو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل چې دې ډلې په وروستیو کلونو کې د مخدره توکو کښت او قاچاق منع کړی او له سرغړونکو سره یې چلند کړی دی.

په افغانستان کې د تریاک په تولید کې د پام وړ کمښت په داسې حال کې راپور شوی چې هیواد یې د کلونو لپاره په نړۍ کې د تریاک یو له لویو تولیدونکو څخه ګڼل کیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button